IQNA

په علوي مقدس حرم کې له قرآن سره د   انس نړیوال محفل ترسره شو(انځوریز راپور)

15:22 - January 21, 2024
د خبر لمبر: 3488599
ایکنا- د کعبې د  مولود د نیکمرغه زوکړې د اونۍ له درنښت سره په یووخت په نجف اشرف  کې د حضرت امام علی علیه السلام د سپيڅلي حرم په بهرني انګڼ کې  له قرآن سره دانس نړیوال محفل پيل شو.

ایکنا نیوز دعلوی مقدس آستان  د اطلاع رسونې  د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، له قرآن سره د انس نړیوال محفل د امام علی علیه السلام د مقدس حرم د  دارالاقرآن په همت سره ، په دغه مقدس  ځاي کې  تر یوې اونۍ پورې ترسره کیږي.

دغه قرآني  پروګرام ، د حضرت  امام علی  (ع) دنیکمرغه زوکړې کلیزې ته ځانګړي دي  او له پرون یعني د مرغومې دمیاشتې  له دیرشمې نیټې په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام  دمقدس حرم په بهرنیو انګڼونو کې پيل شوی او تر یوې اونۍ پورې  به یعني د متقیانو دم ولا د نیکمرغه میلاد تر کلیزې پورې به یعني د سلواغې تر پنځمې نیټې پورې به دوام ولري.

دغه قرآني پروګرامد حضرت  امام علی علیه السلامخ  په سپيڅلي حرم کې د کعبې دمولودد درنښت د اونۍ په پروګرامونو سره برابر شوی دی او د د امام علی د سپيڅلي حرم د دارالقرآن د مسئول علاء محسن په وینا، د حمید رضا احمدي وفا، د مداحانو د ډلې  او هم د عراق د ممتاز قاري شیخ عامر کاظمي  پشمول د ایران یو شمیر غوره او ممتاز نړیوال قاریان به په دې اونۍ کې د قرآني پروګرامو  اجرا کونکي وي .

د علوی مقدس آستان  همداراز د حضرت  امیر المومنین  د نیکمرغه میلاد دکلیزې په مناسبت یو شمیر ډول ډول  قرآني ،کلتوري ، دیني او اجتماعي  پروګرامونه هم پلان کړي  دی چې ددغې اونۍ ترپای پورې به ترسره شي.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4194996

captcha